
د ایکنا د راپور له مخې، چې له «مسلمون حول العالم» څخه یې نقل کړی، په هغو دستورو کې چې مذهبي، کلتوري او ډیپلوماتیک اړخونه ئې سره یو ځای کړي وو، د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ښار د روسیې په اوسمهاله تاریخ کې د لومړي لاسلیک شوي قرآن کریم د ډالۍ کولو شاهد و. دغه مصحف د «روسیه ـ اسلامي نړۍ: کازان فورم ۲۰۲۶» نړیوالې اقتصادي ټولګې ګډون کونکو مېلمنو ته وړاندې شو.
دغه اقدام د روسیې د مخ پر ودې کلتوري شتون او له اسلامي نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا څرګندونه کوي. دا پروژه ځکه ځانګړی اهمیت لري چې د بشپړېدو لپاره ئې څلور کاله وخت لګېدلی او د ۱۹۱۷ کال راهیسې درېدلی د تاتاري اسلامي خطاطۍ دود ئې بیا راژوندی کړی دی. دا کار د هغو هڅو یوه برخه ده چې کازان غواړي د ۲۰۲۶ کال لپاره د اسلامي کلتور د پلازمېنې په توګه خپل ځایګی تثبیت کړي.
دا نوښت د «د اماراتو او روسیې خبرې اترې: کلتور، زغم او سولهییز ګډ ژوند» تر سرلیک لاندې د یوې ناستې په ترڅ کې ترسره شو. په دې ناسته کې د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف، د متحده عربي اماراتو د کلتور وزیر شیخ سالم القاسمي، د تاتارستان ستر مفتي شیخ کامل سامیګولین، او همدارنګه د روسیې او اماراتو علمي او مذهبي شخصیتونو ګډون کړی و.
دغه مراسم ځکه هم ډېر مهم بلل کېږي چې د روسیې او اسلامي نړۍ ترمینځ د کلتوري او بشري همکاریو د پراخېدو څرګندونه کوي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د اسلامي کلتور د پلازمېنې په توګه د کازان مخ پر زیاتېدونکي رول، د دینونو او کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو مرکز، او د تمدني ملګرتیاؤ چورلیز روښانه کوي.
د غونډې په پای کې، شیخ کامل سامیګولین اعلان وکړ چې «د کازان لاسلیک شوی قرآن» به ټولو ګډونوالو ته د یادګاري ډالۍ په توګه ورکړل شي، څو کازان ته د دوی د سفر یاد تازه وساتي. هغه ټینګار وکړ چې دا پروژه د تاتاري اسلامي خطاطۍ د میراث د بیا راژوندي کولو استازیتوب کوي، هغه میراث چې د ۱۹۱۷ کال د روسیې له انقلاب وروسته مخ پر زوال شوی و.
د یادونې وړ ده چې دا قرآن د روسیې په اوسمهاله تاریخ کې د خپل ډول لومړنی اثر دی. دغه مصحف د تاتار خطاط آرتور پیسارنکو له خوا لیکل شوی او د دوبۍ د واکمن د قرآن د چمتو کولو کمېټې د مشر او د قرآن کریم د لسګونو قرائتونو د متخصص شیخ مامون الراوي تر څارنې لاندې کتابت شوی دی. د دې پروژې بشپړېدو درې کاله وخت واخست او وروسته ئې یو بشپړ کال علمي ارزونه او تائید ترسره شو.
تنظیموونکو څرګنده کړه چې دا لاسلیک شوی قرآن د نړیوالو اوسمهاله معیارونو له مخې او د اسلامي لومړیو پېړیو له ۱۹ تاریخي قرآني نسخو او د قرآني خطاطۍ له ۱۱ علمي سرچینو څخه په استفادې برابر شوی دی. ویل کېږي چې دا اثر د ډېرو اوسمهاله قرآنونو له معیارونو هم لوړ دی. په دې پروژې کې د تاتار مشهورو علماوو لکه شهاب الدین المرجاني او موسی بگیف له آثارو هم استفاده شوې ده.
د دې قرآن پاڼې د تاتار هویت سمبولیکې نښې لري. پاڼې د تاتارستان جمهوریت د بیرغ په رنګونو ډیزاین شوې دي او د سجدې آیتونه په کازان کې د سویومبیک تاریخي برَج په نښه مشخص شوي دي. دا پروژه د «کازان، د اسلامي کلتور پلازمېنه ۲۰۲۶» پروګرام په چوکاټ کې پلې شوې ده.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې دا تجربه د سیمهییزې اسلامي خطاطۍ د بیا راژوندي کولو او په تاتارستان او ټوله روسیه کې د نويو نسلونو د قرآني میراث او اصیل اسلامي کلتور سره د نښلولو لپاره یو مهم ګام دی.
https://iqna.ir/fa/news/4352453